کابل / د لړم١٦/ باختر:
په کابل کې د”امن جام ” فوټبال سياليو په لړ کې نن يکشنبه شاهين آسمايي د ميوند اتلانو پر ، دغه راز د اباسين څپې دعقابان هندوکش پر وړاندې سيالي کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند فيروزمشعوف رسنيو ته وويل؛ شاهين اسمايي په خپله دويمه سيالي کې د ميوند اتلانو پر وړاندې لوبه کوي.
ميوند اتلانو پرون خپله لوبه درې د صفر پر وړاندې سيمرغ البرز لوبډلې ته وبايلله. په بله لوبه کې عقابان هندوکش چې پرون يې توفان هريرود ته ماتې ورکړه د اباسين څپي لوبډلې پروړاندې سيالي کوي. اباسين څپې خپله لومړۍ لوبه د شاهين آسمايي پر وړاندې کړې وه .
د”امن جام “سياليو په لړ کې هره ورځ په کابل کې د فوټبال د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې لوبې کېږي.
د شپږو لوبډلو ترمنځ دغه جام د جمعي په ورځ پيل شو.
\ ذ