نړۍ

شل تنه پاکستاني سرتيري ووژل شول

دپاکستان د اردو په يوې امنيتي  پوستې دناتو دهليکوپترونو  د ډزو له امله ددغه هيواد شل تنه سرتيري ووژل شول .

 دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې، دغه بريد نن سهار دخيبر پښتونخوا ايالت دمومندو ايجنسۍ په سيمې وشو چې له امله يې دپاکستان داردو شل تنه سرتيري ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .

  دپاکستان حکومت ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو د وژل کيدو  پرخلاف داعتراض په توګه افغانستان ته دناتو اکمالاتي لاره تړلې ده .

 ناتو دافغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې ديوې پيښې  خبر ورکړ او وي ويل  څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته