امنیت

شل تنه په قندهار کې د جنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
په قندهار کې ٢٠ تنه په جنايي جرمونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
پوليس وايي دغه کسان په وروستيو ٢٤ ساعتو کې له ښار او يوشمېر ولسواليو څخه ونيول شول.
په نيول شويو کسانو د غلا ، شوکمارۍ او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
د قندهار پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې پوليسو دغه کسان د عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونيول .
ويل کېږي چې د نيول شويو کسانو دوسيې به ډېرژر عدلي اوقضايي ارګانونوته ولېږل شي .
ختم_ ج_ اګرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته