امنیت

شل تنه په کابل کې د جنايي جرمونو په اړوند ونیول شول

کابل / د سلواغۍ ۲۸ / باختر
پولیسو په تېرو۲۴ ساعتو کې ۲۰ تنه په کابل کې د جنايي جرمونو په اړوند ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل : دغه کسان په غلا، وژنې ، شوکمارۍ ، د غیرقانوني وسلې لېږدولو، د شراب د څښلواو د مغلوبه جګړې په اړوند د کابل ښار د ۱، ۴ ، ۲، ۷ ، ۹ ، ۱۱ ، ۱۲ ، ۱۵، او ۱۷ ناحیوڅخه له ٣ تومانچو سره نیول شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته