امنیت

شل طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ٦ مه / باختر
په روزګان کې ٢٠ وسله وال طالبان په نویو نښتو کې ووژل شول او ٥ نور یې ټپیان شول.
دغه نښتې تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې چې د هېواد هوايي اوځمکنيو ځواکونو د ګيزاب ، چورې او د دهراود د ولسواليو په ځنيو سيموکې او د ترینکوټ ښارته څېرمه د طالبانو پر کاروانونو او غونډو بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغو جګړو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور یې ټپیان شول.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٨ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته