امنیت

شل طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د یو مشهور قومندان په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان د قندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ملي امنیت د درېمې قطعې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه طالبان د قندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغه ریاست د منسوبینو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې ده چې په دغو عملیاتو کې ۸ نور طالبان ټپیان شوي او جنګي وسایل یې د پوځيانو لاس ته ورغلي دي او عملیات د قندهار په مربوطاتو کې لا هم دوام لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته