خبرونهامنیت

شل وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

د طالبانو د ډلې ٢٠ غړي په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول.

پردغووسله والو طالبانو  تېره شپه او نن سهار په ارغنداب ، ميزان اوشينکي ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول  چې د افغان ځواکونو پر پوستو يې يرغل وکړ.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې  ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول .

په خبرپاڼه کې ويل  شوي دي چې طالبانو د افغان ځواکونو پرپوستواو د سپرلۍ پرکاروان يرغل وکړ چې د هوايي اوځمکنيو ځواکونو له بريدونو څخه مخ شول.

طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د زابل  له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٦ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنو محه ونيوله .

د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى.

ختم – ج _

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته