امنیت

شل کیلوګرامه نشه يي توکي په زابل کې ترلاسه شول

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کې د پلټنو پرمهال ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په ترلاسه شویو نشه يي توکو کې هیرویین او شیشه شامل دي چې په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته