کابل باختر د وري شپاړلسمه :
دجمهور رييس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم دشهيدې فرخندې دفاتحې اخستلو مراسم نن دحج اواوقافو وزارت او دارواښادې دکورنۍ له خوا دهيواد په مرکز او ولايتونوکې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دغو مراسمو کې يوشميرجګپوړو دولتي مقاماتو ، په ملي شورا کې دخلکو استازو، افسرانو ، ددولتي ادارو منسوبينو اوګڼ شمير خلکو برخه اخستې وه .
پيغله فرخنده دتيرکال دکب دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دناپوهو او لنډه غرو کسانو له خوا په يوه توطيه کې دکابل ښار دشاه دوشميره ( ع ) په زيارت کې قران عظيم الشان ته داور اچولو په بې بنسټه تور، په ډير ناوړه ډول شهيده شوه .
ددغې زړه بوږ نوونکې پيښې دتورنوکسانو دوسيه څارنوالي ته سپارل شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل