سیاست

دجمهور رئیس غني په حضور کې د مهاجرینو ښارګوټي د عملي کار پیلولو تفاهم لیک لاسلیک شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې په باریک اب کې د مهاجرینو د ښارګوټي د عملي کار پیلولو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې رئیس انجنیر الهام عمر هوتکي وویل، له دوه میاشتو کمه موده کې وتوانېدو چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۱۳ زره نومرو کار پیل کړو.
انجنیر هوتکي وویل، په باریک اب کې ۷۰۰۰ نومرې پخوا وېشل شوي، ۱۳۰۰۰ نومرې به د نوي مېتود له مخې ووېشل شي او په یاد ښارګوټي کې لس لومړني ښوونځي، څلور لېسې، یو روغتون، څلور کلینیکونه، وړکتونونه او یو کتابتون په پام کې دی.
هغه زیاته کړه، د ژمي له را رسېدو دمخه به کابل کې هم د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو چارې پیل کړي. نوموړي څرګنده کړه، د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ بې ځایه شویو کورنیو ته هم  لازم تدابیرحتمي دي.
ښاغلي هوتکي وویل، له ۶۰ څخه زیات ښارګوټي د نامناسب موقعیت، زېربنا او اساسي خدماتو د نشتوالي له امله نیمګړي پاتې دي، ځکه د نامناسب موقعیت د انتخاب له امله هلته دکار او اساسي خدماتو درک نه لګېږي.
د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې رئیس وویل، د راستنېدونکو کډوالو د انتقال، استقبال او مجدد ادغام درې پړاونه به د اړوندو ملي او بین المللي ادارو په ګډه همکارۍ تطبیق او په عزت  به هغوی په ټاکلو ځایونو کې ځای پرځای کړي.
انجنیر هوتکي وویل، راستنېدونکو کډوالو ته به د کور جوړولو لپاره ځمکه ورکړي، چې خپله یې اباد کړي، تر څو د مالکیت احساس وکړي. نوموړي زیاته کړه، د باکیفیته او اړتیا وړ تعمیراتي توکو او ارزانه مالي منابعو د تشخیص په برخه کې به هم ورسره همکاري وکړي او همدارنګه به د ځمکو اداره د ملکیت سند ورکړي.
ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ته د ځانګړې پاملرنې له امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه او وې ویل، ۷،۲ میلیونه افغان کډوال لا هم په پاکستان، ایران ، اروپايي او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د کډوالو وزیر وویل، د جمهوري  ریاست عالي مقام د ۱۰۴ ګڼې فرمان له مخې به په مرکز او ولایتونو کې د کډوالو د ځای پرځای کولو چارو د ښه ترسره کولو په موخه ځانګړې کمېټې جوړې شي، چې هغوی ته د ځمکو د وېش ترڅنګ نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي بلخي وویل، په ۲۷ ولایتونو کې کډوالو ته د وېش لپاره دولتي ځمکه لري او د اساسي قانون مطابق د جمهور رئیس د نوې لارښوونې په اساس افغان کډوال کولای شي چې د هېواد په هر ولایت کې چې غواړي هلته ژوند وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل، دوی کوښښ کوي چې هېواد ته راستنېدونکي کډوال په عزت سره په ټاکلو ځایونو کې ځای پرځای او اساسي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هغه څرګنده کړه، په هېواد کې د اقتصادي او ملي پروژو د تطبیق او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزو او سرښندنو له برکته د تېرو ۱۴ کالو په پرتله په دې وروستیو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهیر په بې سارې توګه چټک شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته