امنیت

شپاړلس تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
شپاړلس تنه په ننګرهار کې په جنايي جرمونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
دغه کسان په وروستيو ٢٤ ساعتو کې د عملياتو او د موټرو د پلټنې په بهير کې د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو څخه ونيول شول .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي چې په نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارى ، د نشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو اوله غير قانوني وسلو سره د تګ راتګ تور لګول شوى دى.
ټاکل شوې ده د دغو کسانو دوسيې ډېر ژرعدلي اوقضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته