امنیت

شپاړلس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل /د وري ٤مه / باختر
شپاړلس وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ ولسوالۍ د شرشرک، مرګين تپه او علم خيلوپه کليو، د چهاربولک ولسوالي د تيمورک او د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په څو هوايي بريدونوکې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په بريدونوکې ١٢نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته