امنیت

په هلمندکې د ماين دچاودنې له امله يوه ميرمن شهيده او پنځه تنه نورټپيان شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د هلمند ولايت په يوه واټ کې پرون د ماين د چاودنې له امله يوه ميرمن شهيده او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه.
د ځواک دڅرګندونوله مخې: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر له هغې سيمې څخه چې طالبانو ماين پکى ښخ کړى و؛ د تيريدو په حال کې وو چې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او د ماين د چاودنې له امله يوه ميرمن شهيده او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې د پيښې ټپيان د هلمند ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي   او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې، د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته