امنیت

شپني وسله وال بریدونه د اسلامي امارت کار نه دی

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر
په کونړ کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې شپني وسله وال بریدونه د اسلامي امارت کار نه دی او هغه کسان یې نیولي چې هوايي ډزې یې کړې وې.
د کونړ والي محمدعثمان ترابي باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي چې اسلامي امارت د شپنیو عملیاتو خلاف دی.
ترابي زیاتوي چې که اسلامي امارت د چا د نیولو هوډ ولري د سیمې د قومي مشرانو اوملا امام په مشوره به په رڼا ورځ ترې پلټنې کېږي.
والي خلکو ته د ډاډمن اوخوندي امنیتي چاپریال ډاډ ورکوي او زیاتوي هغه خلک یې نیولي چې هوایې ډزې یې کړي اوعامه امنیت یې زیانمن کړی.
د والي په خبره نیول شویو کسانوسره به قانوني چلند کېږي چې نور خلک خپل سري کارونه ونه کړي او عام ولس په ډاډمنه توګه ژوند وکړي.
په ورته وخت کې د اسلامی امارت نظامي کمېسیون په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په کابل او ولایتونو کې ټولو نظامي مسوولینو، د قطعو مشرانو، ډلګی مشرانو او نورو اړوندو کسانو ته لارښوونه شوې چې له دې وروسته هرچا هوايي ډزې وکړې، هغه خلک سمدستي ونیسي، خلع سلاح یې کړي او له ښارونو څخه يې بهر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هوايي ډزو کې د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې زیات شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته