ښوونه او روزنه

شپيته تنه ښوونکي دنپجشير ولايت دپوهنې په رياست کې جذبيږي .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې نن له درې سوه تنو نجونو اوهلکانو څخه دشموليت ازموينه واخستل شوه چې شپيته تنه يې دپوهنې رياست دکمبود په بسـتونو کې جذبيږي .
دپنجشير ولايت دبشري منابعو رييس احمد ضمير  مجاهد دباختراژانس خبريال ته وويل : دپنجشير ولايت داستخدام کميټې دپوهنې رياست دشپيتو کمبودو بستونو د ډکولو په خاطر نن  ازموينه واخسته .
ده زياته کړه په دې ازموينه کې په  شفافيت  باندې ټينګار وشو او نجونو ته دلومړيتوب حق ورکول کيږي .
دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عتيق الله  کريم چې دازموينې په پيل کې يې خبرې کولې وويل: ځواکمنتيا  ، پوهه  ، زده کړه او درايت دده  په اداره کې دکاميابي او جذب معيار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته