ټولنه

شپږویشت تنه د بادغیس په زلزله کې ووژل شول

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۲۶تنه پرون په بادغیس کې په یوه زلزله کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي د ي.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ویاند مولوي بازمحمد سروري د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د بادغیس د قادس ولسوال ملا صالح محمد پردل په یوه ټلېفوني اړیکه کې تایید کړ چې په دې پېښه کې د قادس ولسوالۍ د بادروک، خاک پلک، بند سفید ، سلطانها، ارباب سرور، درقالی چرخ په کلیو کې ۲۶ تنه ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول او د استوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، په دې زلزله کې د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې هم زیات مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغې زلزلې سختوالي د ریکتر په مقیاس ۹،۴ درجه ښودل شوې ده چې مرکز یې هم د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ بلل شوی دی.
د پېښې جزییات وروسته خپرېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته