امنیت

په نهرين کې دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر  دچنګاښ يو ديرشمه :
دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې پرون له غير مسوولو وسله والو کسانو سره دپوليسو دنښتې په بهير کې  دوه تنه ووژل شول او يو تن  بل ټپي شو .
  دبغلان ولايت  دنهرين ولسوالۍ  عبدالفتاح  هاتف  باختراژانس  ته وويل،   غير مسوولو وسله والوکسانو يو مسافر وړونکي موټر دنهرين ولسوالۍ په بره قي  سيمه کې ودراوه او هغه سړى  يې وواژه چې ورور يې دپوليسو په امنيتي پوسته کې دنده لرله .
هاتف  زياته کړه پوليسو په اقدام لاس پورې کړ او ددواړو لورو ترمنځ نښته کې قاتل ووژل شو  يو غير مسوول وسله وال ټپي شو او يو تن بل يې دپوليسو له خوا ونيول شو .
هاتف  زياته کړه چې دغه پيښه  دخپل منځي دښمنيو زيږنده  ده او دغير مسوولو وسله والو ډلو شتون دامنيت دسکتوراو په نهرين ولسوالۍ کې  دقانون دتطبيق  په لاره کې يوه اساسي خنډ  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته