امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر دليندى ديرشمه : شپږ تنه وسله و ال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره دجګړو په بهير کې ووژل شول . په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دچورې او ددهراود په ولسواليو کې دپوځيانو له خوا بريد وشو . درارسيدلو خبرونو له مخې ، دطالبانو لومړى ډلې په واټونوکې دماينونوپه ښخولو بوخت و اوبل ډلې په امنيتي پوستو دبريدونو دچمتوکيدوپه حال کې و چې بريد ونه پرې وشو ل دملي اردو يوجګپوري قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول . او څلور تنه نور ټپيان شول . ويل کېږي په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى. ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته