کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
په فراه ولايت کې نن سهار د ماين دچاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي شهيدان شول .
چاودنه هغه وخت وشوه چې ددغې کورنۍ د سپرلۍ موټر د جويند ولسوالۍ د زهک په ساحه کې په يوښخ کړاى شوى ماين وخوت .
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: په دې پيښه کې درې تنه ماشومان او يو سړى شهيدان شول .
ده وويل: دغه راز د دغې کورنۍ يوه ميرمن هم سخته ټپي شوې ده. د درملنې لپاره د فراه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوې ده .
وسله وال طالبان زياتره په گڼ ميشتولارو کې ماينونه او بمونه ښخوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړو ته د سر زيان اوړي .
0 1 دقیقه لوستل