امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په هلمند کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
شپږ تنه وسله وال طالبان دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ دچاه انجير په سيمه کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. شپږ تنه تروريست طالبان هغه وخت ووژل شول چې دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې دماين جوړولو په يوه کارخانه کې دوسايطو ضد ماينونو په جوړولو بوخت وو چې دغه ماينونه وچاوديدل او له امله يې کارخانه هم ويجاړه شوه .
ويل کيږي چې په دغه شان پيښو کې په وار وار وسله وال طالبان دخپل ماين دچاودنې له امله وژل شوي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا