امنیت

شپږ ديرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
شپږ دېرش وسله وال طالبان په قندهار کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول او٦ نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والوطالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرګزمې او د ميوند او پنجوايي ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرلوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٣٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبرله مخې؛ د طالبانو د جنګي وسايلو دوه زيرمې په قندهار کې کشف شوې.
دغه زيرمې د نيش اوميوند په ولسواليو کې د طالبانو په پټنځيو کې ساتل کېدې.
له دغو زيرمو څخه يوشمېر ماينونه اوبمونه اوچاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د دغوزيرمو د ساتنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي ؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته