امنیت

شپږ سوه اته څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکې دپوليسو لاسته ورغلل.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
شپږ سوه  اته څلويښت کيلوګرامه نشه يي توکي  په زابل ولايت کې دملي پوليسو دځواکونو له خوا کشف شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:   دغه نشه يي توکې پرون د زابل ولايت په مرکز قلات ښارکې د دوو کرولا موټرو دپلټنې په وخت کې ترلاسه شول..
قاچاق  وړونکو غوښتل چې دغه نشه يي توکي له هيواد څخه بهرته قاچاق کړى
او ددغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي  او له دوي څخه تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته