کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
د سمنګانو ولايت په فيروز نخچير ولسوالۍکې د اوبو د دوو سربندونوپه جوړولو سره درې زره جريبه زراغتي ځمکه خړوبيږي.
دسمنګانوولايت دکرنې او مالدارۍ رييس محمد اسلم دانا باخترآژانس ته وويل: لومړنى کانال او سربند د چنار په کلي کې د اتلسو مترو په اوږدوالى اودويم کانال ددغې ولسوالۍ په سفرعلي کلي کې د پنځه ويشتو مترو په اوږدوالى په تيرو دريو مياشتو کې جوړ شوي دي.
ده زياته کړه: دغه سربندونه دبزګرانو د زراعتي محصولاتو د لوړولو لپاره اغيزمن دي .
ويل کيږي دغې پروژې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه دوومليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي او درې زره جريبه زراعتي ځمکه يې خړوبوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ