امنیت

شپږ شپېته طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
شپږ شپېته وسله وال طالبان پرون په هرات کې ووژل شول او ١٣ نور یې ټپيان شول.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو د هرات ښار د پُل مالان او د انجيل ولسوالۍ د ريزشک په سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې ۶۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور یې ټپيان شول.
هغه وويل چې په دغو بريدونو کې د دښمن څو موټر او جنګي وسايل له منځه یوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته