کابل / د وري ۲۶ / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونوپه عملیاتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل : د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتوکې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او د غلام محمد په نامه د طالبانو د یوسرګروپ په ګډون ۴ نورطالبان ټپیان شول.
پای-ع