خبرونهامنیت

شپږ طالبان په هرات کې ووژل شول

۱۹- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په هرات کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
دغه جګړه تېره شپه په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د پوځیانو پر یوې پوستې برید وکړ.
د هرات د امنیې قوماندانۍ د رسینو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
پولیس وايي چې د دغې جګړې په پایله کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسایل او موټرسایکلونه د پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته