امنیت

شپږ طالبان په کاپيسا کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
په کاپيسا کې پرون له غرمې وروسته ۶ وسله وال طالبان د پوځیانو په بريد کې ووژل شول.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند عبدالشايق شورش باختر آژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شو چې په پايله کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغه بريدکې ۵ نور وسله وال طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته