خبرونهامنیت

شپږ ویشت طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۸ / باختر

په ننګرهارکې په نویو نښتو کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول او یوشمېرنورټپیان شول.

پر دغو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتو کې په شیرزادو، دربابا او خوږیاڼيو ولسوالیو کې بریدونه وشول.

د ننګرهارد سرحدی لومړۍ لوا قوماندان ډګروال پردیس صافی باخترآژانس ته وویل چې طالبانو په ننګرهارکې ځپل شوي دي  اوتېرخوځښتونه یې له لاسه ورکړي دي.

په همدې حال امنیتي سرچینې تاییدوي چې په تېرو ۲۴ ساعتوکې په ننګرهارکې ۲۶ طالبان ووژل شول او یوشمېرنوريې ټپیان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته