![Ps202407026](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407026-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د «افغان پټرول» شرکت له استازي سره په کتنه کې، د هېواد د نفتو او ګازو استخراج او اکتشاف د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه بللي دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
شیخ الحدیث دلاور ویلي چې د امنیت په ښه والي سره، په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوي او د افغانستان د نفتو او ګازو مساحت شاوخوا ۲۰۰ زره کیلومتره مربع ده چې استخراج او اکتشاف یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
هغه زیاته کړې ده: “د ملي پانګه والو په همکارۍ وکولای شو له طبیعي او کاني زېرمو څخه د اقتصادي ودې او د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې ګټه پورته کړو او موږ هڅه کوو چې ملي او نړیوال پانګه وال هم له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.”
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه دغه وزارت د ملي او نړیوالو پانګه والو د هڅونې او جذب په موخه، قانوني همکارۍ او د لازمو آسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.