خبرونهښوونه او روزنه

شیخ شاکر الله وحدت: د عصري او دیني علومو زده کړه په هېواد کې یوه جدي اړتیا ده

کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شکرالله وحدت په مشرۍ د دغه وزارت د څارنې او ارزونې بورډ د مستقبل خصوصي له لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې استازي هم ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د ديني او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د عصري او ديني علومو زده کړه په هېواد کې یوه جدي اړتیا ده، باید په ګډه د تحصیلي نظام د سیستم د پیاوړتیا او د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره کار وکړو.

دغه راز د یادې مؤسسې ريس ډاکټر شفيق الله امين له یاد پلاوي څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت کړنلاره او پروګرامونه عملي کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته