سیاستخبرونهاقتصادTOP

شېر محمد عباس ستانکزی: زموږ ترقي په تعلیم کې ده او موږ شپه او ورځ د تعلیمي، فرهنګي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کارکوو

کابل، د زمري ۵مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي، نن د کجکي بند د دویم فاز د ګټې اخیستنې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژۍ وزارت سر‍پرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د اقتصاد سر‍پرست وزیر قاري دین محمد حنیف، په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای او یو شمېر معینانو او مسئولینو کډون کړی دی.

په دې غونډه کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: نن هغه هلمند کې د یوې پروژې افتتاح کېږي چې اوس یې هم انګلستان کې پوځي جنرالان د نوم په اورېدلو لړزیږي.

ستانکزي وویل: د هلمند جهادپال ولسه! ستاسو د جهاد په برکت درست افغانستان آزاد شو او اوس به ستاسو په اوبو او برېښنا به نور ولایتونه هم رڼا شي.

د ستانکزي په باور؛ هغه ملک به ژر پرمختګ کوي چې تعلیم په کې مخته وي او د پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو دراوزې یې د زدکړیالانو پر مخ خلاصې وي .

هغه وویل: موږ شپه او ورځ په هېواد کې د تعلیمي، فرهنګي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کارکوو؛ زموږ ترقي په تعلیم کې ده او کوښښ کوو چې ټول تعلیمي مرکزونه بېرته فعاله کړو.

د ستانکزي د څرګندونو له مخې، افغانستان اساسي جوړولو ته اړتیا لري او دا کار هغه وخت شونی دی چې موږ پر مشرانو باور ولرو او مشران پر ولس باور ولري.

هغه زیاته کړه: دا چې خپله ځان را پورته کړو، دا مو د آینده نسل له غلامۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، سیاسي مخالفتونه بې ګټې وبلل او پر مخالفیونو یې غږ وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخند زاده حفظه الله د عفوې له فرمان څخه ګټه واخلي او خپل هېواد ته دې راستانه شي.

هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي  او هېچا ته به په خپل هېواد کې د ناروا مداخلې اجازه ورنکړي او نه هم دوی د چا په کورنیو چارو کې غیر مشروع مداخله کوي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته