کابل /دوري ٤مه /باختر:
پوليسو پرون درې ډار اچوونکي د هلمند د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې ونيول.
د هلمند د پوليسو د رسنيو د دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د لښکرګاه ښار په کاريز سيمه کې په عملياتو کې ونيول شول.
هغه وويل چې له هغوى څخه درې تومانچې او څو چسپکي ماينونه هم ترلاسه شول.
ختم_ شکريه_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ