سیاست

صلاح الدين رباني : د ترکيي په اګدير ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله افغان قربانيانو ته دې له ځنډ پرته رسيده ګې وشي

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :

صلاح الدين رباني  په انقره کې  د افغانستان سفارت ته لارښوونه وکړه  چې د افغانستان هغو اتباعو ته دې سملاسي رسيد ګې وکړي  چې  د ترکيې په ا ګدير ولايت   د وروستۍ ترافيکي پيښې له امله شهيدان اويا ټپيان شوي دي .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبر ورکړ .
د بهرنيو چارو وزير نن په انقره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له سفير عبدالرحيم سيدجان سره د هغې وروستۍ ترافيکي پيښې په باره کې  چې د ترکيې په اګدير ولايت کې   رامنځته شوه   او په قربانيانوکې يې د افغانستان يو شمېر اتباع شامل دي ، ټيلفوني خبرې وکړي. او د دغې پيښې په باره کې يې د ده د رپوټ   په اوريدو سره ، ده ته لارښوونه وکړه چې  له سفارت څخه دې  يو هيئت د اګدير ولايت ته واستوي  څو زموږ هغو هېوادوالو ته چې په دې پيښه کې شهيدان اويا ټپيان شوي دي ، سملاسي رسيدګي وکړي .
د لومړنيو څېړنو له مخې ؛ له بده مرغه  ګومان کېږي  چې  د دغې پېښې  شپاړلس تنه شهيدان  او يوشمېر ټپيان د افغانستان  اتباع دي .
د بهرنيو چارو وزارت  د دغې پيښې  د قربانيانو کورنيو او پاتې کسانو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ د مراتبو په څرګندولوسره يوځل بيا  له  ګرانو هېوادوالو څخه غواړي  چې  د دغه شان غير قانوني سفرونو او مهاجرتونو ناوړو پايلو ته په پاملرنې سره دې ،  د قاچاق وړونکو له خوا ونه غوليږي او ځان  دې د دغو  جنايتکارو بانډونو په لومه کې ونه غورځوي. پاىف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته