خبرونهامنیت

طالبانوپه جوزجان کې په نشه يي توکوروږدي کسان راټول کړل

کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر

وسله والو طالبانو پرون د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې په نشه يي توکوروږدي کسان راټول کړل.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی بسم الله ساحل پرون رسنیوته وویل چې طالبانود جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې هغه دوکانونه او سرایونه چې پکې نشه يي توکي پلورل کېدل، وتړل.

ساحل زیاته کړه ، طالبانو په نشه يي توکو روږدي کسان له جوزجان اوآقچې څخه      راټول او بلخ ولایت ته لېږدولي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی د څرګندونو له مخې، دغه بنديزونه په دغه ولسوالۍ کې د طالبانوله شتون وروسته نیول شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا