امنیت

طالبانو دتورخم دبندر دمخابراتو مدير ووژاه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٥ :
وسله والو  طالبانو  دافغانستان په ختيځ کې دتورخم دبندر دمخابراتو مدير له موټر چلوونکي سره يې په ډزو سره وواژه .
دغه دوه تنه پرون ناوخته  کله چې له تورخم څخه ننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار په لور روان وو، دغني خيلو ولسوالۍ  داته ويشتمې ويالې په سيمه کې دوسله والو طالبانوله خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
دننګرهار دامنيې قومانداۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال له باخترآژانس سره په اړيکه کې  دطالبانوله خوا دتورخم په لويه لاره کې ددغو دوو تنو وژل کيدل تائيد کړ خو دهغوى دهويت په باب يې څه ونه ويل  .
دننګرهار ولايت دمخابراتو اودمعلوماتي تکنالوجۍ درياست يومسوول وويل :
چې  قربانيان دتورخم دبندر  دمخابراتو مسوول او دهغه موټر چلوونکي و.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې يرغلګرو لومړى ددغه  دوو تنو دسپرلۍ په موټر دتوغندي ډزې وکړې او وروسته يې دسپکو وسلو ډزې ورباندې وکړې .
دننګرهار دپوليسو مسوولين وايي چې ديرغلګرو دپژندلو اونيولو لپاره هڅې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته