امنیت

په فراه کې دکوماندو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول

 دفراه ښار  باختر دوري دمياشتې 9 نيټه :  
دکوماندو دځواکونو پنځه تنه  سرتيري  په فراه و لايت کې دوسله والو طالبانو  په ډله ييز بريدکې شهيدان شول.
په دغو پوځيانو  په بالابلوک ولسوالۍ کې  دعملياتو په بهيرکې د وسله والو  طالبانوله خوا په ناڅاپي توګه ډزې وشوې او شهيدان شول.
دهېوادپه لويديځ کې  دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  په دې بريد کې دکوماندو دځواکونو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول.
ده  په دې  جګړه کې د وسله والو طالبانو د سر زيان په  باب يادونه وکړه  خو ددقيق شمير په باب يې  بې خبري وښوده.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته