سیاستTOP

طالبانو درې ورځنى اوربند اعلام کړ

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
د طالبآنو ډله اعلام کړى چې د نيکمرغه کوچني اختر په درې ورځو کې خپل بريدونه بندوي.
باختراژانس د طالبانو د ډلې د اعلاميې پربنسټ خبرورکوي چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دغې ډلې جګړه مارانوته لارښوونه شوې ده چې د نيکمرغه کوچني اختر په درې ورځوکې په ټول افغانستان کې د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل يرغليز بريدونه بند کړي .
په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي د طالبانود ډلې په جګړه مارانود بريد په صورت کې هغوى به د ځان دفاع وکړي.
طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې دواړه لوري به د اختر په درې ورځوکې د يواو بل تر کنترول لاندې سيمو ته د تګ راتګ اجازه ونه لري .
پخوا هم په افغانستان کې ښکيلو لورو د اختر په ورځو کې د خپلو بريدونو د بندولوخبرورکړى دى چې په ځينو وختونوکې په يواوبل د اوربند د نقضولو تور لګولى دى .
د ١٣٩٨لمريزکال د کوچني اختر په ورځوکې طالبانو په رسمي ډول درې ورځنى اوربند رعايت کړ چې په پايله کې يې د طالبانو د ډلې جګړه ماران د کابل ښار ته راغلل اودغه راز افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو ډلې تر کنترول لاندې سيموته لاړل اواختر يې هلته ونمانځل.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو د تېرې شپې د اعلاميې په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې له دې تل له دغې ډلې څخه يې د اوربند غوښتنه کړې ده .
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته