امنیت

طالبانو د دهدادي ولسوالۍ له کود او برق سیمې څخه وشړل شول

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د بلخ امنیه قومندان وايي چې وسله والو طالبانو نن غرمه د بلخ د دهدادي ولسوالۍ له کود او برق سیمې څخه شړل شوي دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې پوځیانو د بلخ د دهدادي ولسوالۍ په کود او برق سیمه کې د هوايي قواوو په ملاتړ امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات ترسره کړل چې په پایله کې طالبان له دغې سیمې څخه په شا وتمبول شول.
هغه زیاته کړه چې دښمن د سرزیان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل او په سیمه کې پوځيان په ځانګړې توګه کومانډویان شتون او فعالیت لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته