امنیت

طالبانو د ملي اردو د پيلوټ د ترور مسووليت ومانه

– کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د ملي اردو د پيلوټ د ترور مسووليت منلی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوى افرادو د ملي اردو د هوايي ځواکونو پيلوټ حميدالله عظيمي نن سهار د کابل د چهارآسياب ولسوالۍ په چهار سوق کلي کې ترور کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون هم د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز رييس دوا خان مينه پال د کابل ښار په دارالامان سړک کې شهيد کړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته