کابل / د وري ۱۱مه / باختر
وسله والو طالبانو د پکتیا د ۲۰۳ تندر قول د دویمې سرحدي لوا یو منسوب ډګروال فریدون فیاض نن د لوګر په خضر بازار سیمه کې شهید کړ.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي چې ډګروال فیاض له کابل څخه پکتیا ته پر لاره د لوګر د خضر بازار په سیمه کې په وسله وال برید کې شهید شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.
پای/وصال