امنیت

طالبانو يومحصل په غزني کې په ډزو سره وواژه .

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
وسله والو طالبانو پرون  په غزني ولايت کې يومحصل  په ډزو سره وواژه .
دغزني  دامنيې قومانندانۍ وياند احمدخان سيرت باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دپوهنتون دغه محصل  دغزني ولايت دجغتو ولسوالۍ په قياق سيمه کې له موټر څخه ښکته او شهيد کړ .
علي جاويد طاهري  چې د کابل په يوه پوهنتون  کې محصل و او دنيکمرغه کوچني اختر دورځو درخصتيو لپاره مالستان ولسوالۍ ته خپل کورته تللي و  چې کابل ته دبيرته ستنيدو په وخت کې دطالبانو له خوا شهيد کړى شو .
ويل کېږي  چې دغه محصل  له هيڅ ډلې   سره اړيکې نه درلود اوبيګناه  شهيد کړى شو .   ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته