امنیت

طالبانو په بغلان کې د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه کړه

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه په بغلان کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه کړه.
د بغلان دغوري برېښنا ریاست مرستیال عبدالبصیر رحمتي وویل چې د تاجکستان د وارداتي برېښنا دغه پایه د بغلان د کرکر په مربوطاتو کې ویجاړه شوې ده او پوځیانو وکولای شول د برېښنا د دوو نورو پایو د ویجاړېدو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې پوځیانو د کندز ولایت په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا د نهو پایو د چولو مخه ونیوله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته