شبرغان/ باختر/ دزمري٢٠مه
وسله والوطالبانو د جوزجان – بلخ په لويه لاره کې د تيلو يو ټانکرموټرته اور واچاوه او پنځه نورټانکر موټرونه يې له چلوونکو سره له ځانه سره بوتلل.
د جوزجان د خانقاولسوال محب الله د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ وسله والو طالبان د تيلو يو ټانکرموټرد جوزجان- بلخ د لويې لارې په شاه ميرزا سيمه کې وسوځاوه او پنځه نور يې له سپرليو سره ددغه ولايت د اقچې ولسوالۍ د تبي کلي ته وليږدول.
محب زياته کړه تراوسه پورې د٥ ټانکرموټرونو او١٠سپرليو برخليک نه دى معلوم.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ