امنیت

طالبانو په کهمرد کې درې تنه اوسيدونکي ازاد کړل .

کابل باختر د زمري اتمه :
وسله والو طالبانو دباميانو په کهمرد ولسوالۍ کې نهه تنه تښتول شوي  کسان ازاد کړل .
دباميانو ولايت امنيه قوماندان سمونوال  حميد الله پرون مازيګر رسنيو ته وويل چې يوې ډلې طالبانو دشنبې په شپه ددغه ولايت دکهمرد ولسوالۍ په سرګلي کلي  بريد وکړ او يوتن يې شهيد کړ او يوولس تنه نور يې له ځانه سره بوتلل .
ده وويل چې  طالبان نهه تنه تښتول شوي کسان ازاد کړل  او ددوو تنو دبرخليک په باب تراوسه پورې  معلومات نشته .
  ده زياته کړه چې وسله والو طالبانو لومړى دسرګلي دکلي په استوګنو  کورونو بريد وکړ  او ددغې سيمې  کورونه يې وپلټل  او قيمتي مالونه ، ګاڼې ،  دوه مازدا ډوله موټرونه او څلور موټرسايکلونه يې له ځانه سره يووړل .
دباميانو امنيه قوماندان زياته کړه چې دطالبانو ډلې دسرګلي کلي له يرغل  څخه وروسته  دباميانو دکهمرد ولسوالۍ داشپشتې په امنيتي پوستو هم بريد وکړ چې له  څلورو ساعتونو وروسته دطالبانو دبريدونو جګړې په شاوتمبول شول او يو وسله وال طالب  ټپي شو .
  ختم_ شکريه – اکرم
                                                             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته