سیاستخبرونهامنیتTOP

عالیقدر امير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لېدنه وکړه

کابل، زمري ۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله  تېره ورځ  د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لېدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د عالیقدر امير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله ملتیا د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کوله، چې له یوشمېر دیني عالمانو او مخورو او د یادې قول اردو له چارواکو او منسوبینو سره  یې خبرې اترې کړې دي.

عالیقدر امير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله په خپلو خبرو کې مجاهدينو ته په یوالي ټينګار وکړ او ويې فرمايل: له اختلافاتو پرهيز وکړئ؛ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، په یوالي او ورورولۍ منګولې ولګوئ؛ ځکه چې یوالی او برياليتوب به ستاسو د پرمختګ سبب شي.

عقيده په الله ج وساتئ نه په مادياتو او له هغوی يې وغوښتل چې د کلکې عقيدې، مورال او انګيزې لرونکي وي.

همدا راز اميرالمؤمنين چارواکو او مجاهدينو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړينې سپارښتنې او لارښونې وکړې.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته