خبرونهسیاستامنیتTOP

عالیقدر امیرالمؤمنین د قندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده د قندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره وکتل.

په کتنه کې د قندهار والي حاجي محمد یوسف وفا، د امیر المؤمنین ځانګړو مشاورینو شیخ ‌الحدیث مولوي محمد عمرجان اخندزاده، شیخ مولوي محمد عیسی، شیخ مولوي کمال زاده او شیخ‌ مولوي جان محمد مدني او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د اسلامي امارت زعیم د قندهار د ولایتي ادارې چارواکو او نظامي مسوولینو ته خپل مشاورین ورپېژندلي او اړینې سپارښتنې او لارښوونې یې هم ورته کړې دي.

په غونډه کې شیخ‌ الحدیث مولوي محمد عمرجان اخندزاده او شیخ مولوي محمد شفیع د اسلامي امارت په بریا کې د مجاهدینو د تکلیفونو او زیاتو قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوس باید د دې نظام ساتنه وشي او د ولس د هوسايني لپاره شپه او ورځ کار وکړل شي.

وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده ټولو ولسوالانو او قومندانانو ته د دې سترو فتوحاتو او بشپړ امنیت مبارکي وویله او د هغو کسانو لپاره یې دعا وکړه چې په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي.

د اسلامي امارت زعیم زیاته کړه چې کومو علماء کرامو چې خبرې وکړې هغه ټولې موږ ته منظور او تائید  دي او باید ټول یې عملي کړي.

امیر المؤمنین ګډونوالو ته هر اړخیزې اصلاحي خبرې، لازمي لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې چي ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱ـ د علماء کرامو د خبرو یاداښت او لحاظ کوئ، عمل پرې کوئ؛ ځکه چي عمل ورباندې نه وي بېرته هېریږي او له الله ج څخه یې د عملي کولو لپاره د توفیق غوښتنې دعا وکړه.

۲ـ سپارښتنه درته کوم، چې زما خبرې داسې یاداښت کوئ او عمل پرې کوئ لکه د شریعت یو حکم.

۳ـ د افغانستان اسلامي امارت پرمختګ په اطاعت او پیروي کې دی؛ نو د خپلو امیرانو اطاعت کوئ، که مو اطاعت ونه کړ کامیابي مو په ناکامۍ بدلېږي.

۴ـ زما به داسې اطاعت کوئ لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان د اسلامي امارت دا یو ځانګړی صفت دی، چې اطاعت پکې شته دی.

۵ـ د افغانستان اسلامي امارت ټول فرمانونه پر خپل ځان عملي کوئ او د ولسوالیو ټولو مسؤلینو او هر وګړي ته یې رسوئ.

۶ـ نیمګړتیاوې مو اصلاح کړئ، تېروتنې مه کوئ، ځکه که یې اصلاح نه کړئ، نظام او ولس ته تاوان اوړي.

۷ـ لکه څنګه چې مخکېني خلک الله ج واخیستل، که موږ هغسې کردار وکړو، نو موږ به هم الله (ج) واخلي.

۸ـ له عالمانو سره تل په اړیکه کې اوسئ، د مدرسو له مسؤلینو او اُستادانو سره تل همکاري کوئ او تل ورسره ناستې کوئ.

۹ـ د خپلو امیرانو عیبونه د خلکو په مخ کې مه وایاست او مه هم په خپلو منځونو کې شکایتونه کوئ.

۱۰ـ شخصي نیتونه وغورځوئ، تل عدالت کوئ او هم د عادي خلګو په څېر ژوند وکړئ.

۱۱ـ د بیت‌ المال د ټولو اسبابو او وسایلو زه او تاسې وکیلان یاست، د مصلحت په ځای کې یې باید مصرف کړو او داسې ساتنه یې باید وکړو، لکه د خپل شخصي مال.

۱۱ـ ټول یو د بل په کارونو کې همکاري کوئ او په خپلو منځونو کې اختلافات مه کوئ.

۱۲ـ یو د بل په کارونو کې مداخله مه کوئ؛ دا تکبر دی.

۱۳ـ د قاضیانو قدر او درناوی کوئ.

۱۴ـ زاړه مجاهدین مه شاته کوئ، د مجاهدینو د قربانیو قدر او عزت وکړئ؛ شل کاله یې مبارزه وکړه.

۱۵ـ د یتیمو ماشومانو لپاره چې پلرونه یې شهیدان شوي د تعلیم زمینه برابره کړئ، که مو دا کار وکړ نظام به لا ټینګ شي.

۱۶ـ له بې‌ ځایه تصویرونو او ویډیوګانو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ او مه خلک ورته ترغیبوئ.

۱۷ـ په خوراک او نورو چارو کي اسراف مه کوئ او د بل چا څخه تحفې هم مه اخلئ.

۱۸ـ د خپل صف تصفیې ته پاملرنه تل کوئ او بدو خلکو ته په خپلو صفونو کې ځای مه ورکوئ، ځکه بد اشخاص د مشرانو نوم بدوي.

۱۹ـ خپل لمونځونه په جماعت سره کوئ او په خپلو کوټو کې سبقونه «دیني درسونه» پيل کړئ.

۲۰ـ د مجاهدینو د پوهې سطحه لوړه کړئ، سمینارونه ورته جوړ کړئ، په اداري اصطلاحاتو یې بلد کړئ.

۲۱ـ کومو ولسوالیو کې چې مدرسې نه وي، ژر تر ژره یې جوړې کړئ.

۲۲ـ د غټو ټلیفونونو استعمال کم کړئ، انټرنیټ ته زیات وخت مه ورکوئ؛ ځکه چې قیمتي وخت مو ضایع کوي او هم به مو له لازمو دیني معلوماتو څخه بې برخې کړي.

۲۳ـ د خپلو سرونو وېښتان د شریعت مطابق جوړ کړئ، له زیاتو اوږدو څڼو څخه ډډه وکړئ.

۲۴ـ تاسي ماته دُعاګاني کوئ زه به تاسو ته دُعاګاني کوم او پر مسلمانانو دا لازمه ده، چې د خپل امیر لپاره به د صلاح دُعا کوي، امام ابوحنیفه رح د مذهب معتمد کتاب درالمختار کې لیکلي دي:«ویجب ان یدعی له بالصلاح»

په وروستیو کې د ټولو ولسوالیو د امنیه قومندانانو په استازیتوب د پنجوايي امنیه قومندان مولوي فیضاني او د ټولو ولسوالانو په استازیتوب د غورک ولسوال مولوي مصباح خبرې وکړې او له امیر المؤمنین سره یې یو شمېر ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته