سیاست

عبدالله عبدالله د غوڅ ملاتړ ځواکونو له قوماندان سره وکتل

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې خبرو د پيل د پرانستلو د غونډې ترڅنګ  په دوحه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات ميلر سره په خپله استوګنځي کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو  د سولې او امنيت په برخه کې د وروستيو بدلونونوپه باب خبرې اترې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د خبرو پيل د سولې په لور يو ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د سولې هلې ځلې  د خلکو د غوښتنو او هيلوپربنسټ نتيجه ورکړي .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته