خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

عربي متحده اماراتو ته د هېواد هوايي ډګرونو سپارل د نړیوالو همکاریو د جلبولو په لاره کې یو ارښتناک ګام دی

کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر

اسلامي امارت په یوې رسمي موافقې سره د هېواد د دریې هوايي ډګرونه د عربي متحده اماراتو( ګک یا جي ۴۲ ) شرکت ته وسپارل.

د باخترآژانس مبصرلیکي: افغانستان له جګړې وروسته نړیوالوهمکاریو ته جدي اړتیا لري، په اوسنیو شرایطو کې په نړۍ کې عامه خدمتونه په ټکنالوژۍ ترسره کېږي له بده مرغه افغانستان  څه د پاسه څلوېښتو کلونو جګړو له امله زیات فرصتونه له لاسه ورکړي او د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو تخنیکي امکانات په قصدي ډول ویجاړکړای شول او یا هم هغه همکارۍ چې د یوشمېرهېوادونو له خوا له دغو هوايي ډګرونو ترسره کېدل بند کړای شول.

اسلامي امارت د مسلې په درک کولو سره او دا چې د هېواد هوايي ډګرونه له بهر سره د  افغانستان د اړیکو دریڅه ده د دغه نیمګړتیا د اصلاح کولو په فکر کې شول.

په پای کې هغه قرارداد چې پخوا ( ګک یا جې ۴۲ ) شرکت سره لاسلیک شوی و نوی شو چې د هغه له مخې به دغه شرکت د هېواد د هوايي ډګرونوټول کورني خدمتونه په غاړه واخلي او د هوايي ډګرونو د زیات فعالیت په تېره بیا د شپې له خوا چې اوس نشته د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.

په دغو هوايي ډګرونو کې امارتي شرکت ته د خدمتونو د وړاندې کولو د مسوولیت سپارل افغانستان ته د آلوتنې د خوندیتوب له پلوه د نړیوالو هوايي شرکتونو باور او اعتماد زیاتوي.

د دغه قرارداد په لاسلیک کولو سره به افغانستان ته نړیوالې آلوتنې زیاتې شي د آلوتنې زیاتوالی د هېواد پراقتصادي ودې مثبته اغېزه کوي او د دې ترڅنګ به افغانستان ته او له افغانستان څخه بهرته تګ را تګ زیات شي.

هوايي دهلیزونه به چې د هوايي انتقالاتو او د افغاني مالونو د صادراتو په لاره کې زیات رول لري فعال شي او په ټولیزه توګه به دغه قرارداد له بهر سره د افغانستان د اړیکو په تامینولو کې موثررول ولري اوس په باورسره کولای شو ووایو چې د عربي متحده اماراتو د ( ګک ) شرکت ته د هوايي ډګرونو د ځمکنیوخدمتونو سپارل د نړیوالو همکاریو د جلبولو په لاره کې یو سترګام دی او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو او په افغانستان کې د یو نړیوال بنسټ د اغیزمنې پانګونې نښه نښانه بلل کېږي چې کولای شي په افغانستان کې د پانګونې لپاره د معتبرو نړیوالوشرکتونو لپاره هڅونه وي.

ع – ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته