خبرونهفرهنګTOP

غزني ته بهرنیو او کورنیو سېلانیانو مخه کړې

 کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

په غزني کې ځایي چارواکي وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې دغه ولایت ګڼ شمېر کورنیو او بهرنيو سیلانیان مخه کړې او دا لړۍ هره ورځ په زیاتېدو ده.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې ۴۸۶۶ کورني او ۴۶ بهرني سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، بهرني سیلانیان د ایران، پاکستان، ترکیې، امریکا، هالنډ، پولنډ، ایټالیې، مصر، چین فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو وګړي وو، چې د غزني تاریخي آبدې، لرغونې سیمې او ملي پارک یې کتلي.

په خبره یې، د یادو بهرنيو سیلانیانو له ډلې، ویکټر د امریکا او پيټر د هالند هېوادونو دوه بهرني سیلانیان دي، چې په تېره اونۍ کې غزني ته تللي، غزني یې د افغانستان له ښکلو او لرغونو ولایاتو څخه یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې هیله من دي چې په راتلونکي کې بیا هم دغه ولایت ته ورشي.

دغو بهرنيو سیلانیانو له نورو بهرنيو وګړو هم غوښتي، چې غزني ولایت ته د مېلې په موخه لاړ شي.

شنونکي په غزني کې په دې باور دي که چېرې بهرني او کورني سیلانیان دغه ولایت ته د سیاحت په موخه ورشي، د حکومتي عواید تر څنګ به د غزني د خلکو په ژوند هم مثبت اغېز وکړي.

په غزني کې زیات شمېر تاریخي آبدې، لرغونې سیمې او تفریحي ځایونه شتون لري، چې له دې جملې څخه یو هم د ناهور دښته ده، چې په تېر نظام کې یادې دښتي ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته