امنیت

غير مسوول وسله وال کسان دکندز له بزګرانو څخه په زور عشر اخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دکندز ولايت دخان اباد او امام صاحب دولسواليو بزګران وايي غير مسوول وسله وال کسان ددوى له محصولاتوڅخه په زور عشر اخلي .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، ددغو ولسواليو اوسيدونکي وايي که بزګران ددغو ټوپک لرونکو له اوامرو څخه سرغړونه  وکړي دوهلو ډبولو اوهاند دمرګ له خطر  څخه مخامخ کېږي .
دوى وايي دوچمالۍ او دکرنيزو محصولاتو له کمښت سره تراوسه پورې هم ددوى له ګواښ سره مخامخ کېږي او پوليس ددوى ستونزو ته پاملرنه نه لري .
له بلې خوا دکندز سيمه ئيز مسوولان وايي چې په نږدې راتلونکې کې دغيرمسوولو  وسله والو  کسانو دوسلواخستل  پيلېږي  او دپوځي پروګرام له مخې به داکار ترسره شي.
دکندز امنيه قوماندان عبدالباقي  نورستاني ددغه ولايت دبزګرانو  ستونزې مني  او وايي  چې دغه کسان دانسان تښتونې  او دوسله والې غلا په پيښو کې هم لاس لري او هلې ځلې دوام لري چې غير مسوول وسله وال کسان بې وسلې کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته